ایران کې د یوې فرانسوۍ ښونکې محاکمه پیل شوه

په ایران کې د هغی فرانسوي ښوونکې محاکمې دوام وموند چې په جاسوسۍ تورنه شویده.

فارس خبري اژانس وايي چې نن د هغې محاکمه وروسته له درې ساعته ختمه شوه او وروستي محاکمه به راتلونکې اونۍ تر سره شي .
کلوتیلدا ریس په دې تورنه ده چې د جون د میاشتی تر لانجمنو انتخاباتو وروسته یې د ایران د حکومت د بی ثباته کولو لپاره د لویدیځ والو په دسیسه کې لاس درلود.

ایران فرانسی ته وړاندیز کړی چی که فرانسه ایراني بندي علی وکیلي را خوشي کړی نو به میرمن ریس ازاده کړي .

علی وکیلي راد په ۱۹۹۱ کال کې د شاه د وخت د صدراعظم شاپور بختیار د قتل په جرم په فرانسه کې زندانی دی.
د فرانسی ولسمشر نیکولاس سارکوزی د غه وړاندیز رد کړی دی.