پاکستاني طالبان وايي د افغان طالبانو مرستې ته یې وسلوال استولي

ولي الرحمن د پاکستان د طالبانو د تحریک مرستیال دی .

افغانستان ته د نورو تازه دمو عسکرو په استولو سره له خلکو سره دا هیله پیدا شوي چې په افغانستان کې به د وسله والو فعالیتونه کم شي او په تدریجي ډول به امنیتي وضعه ښه شي.
خو دا چې د پاکستان سیاسي او امنیتي وضعه مخ په خرابیدو ده د پاکستانیو طالبانو قوماندانان وایي، دوي په زرګونو کسان افغانستان ته استولي چی د افغان او اییتلافي ځواکونو په ضد وجنګیږي.

د پاکستانیو طالبانو یو مهم قوماندان ولي الرحمن د دوشنبې په شپه له اسوشیتدپرس اژانس سره مرکې کې وویل، په زرګونو وسله وال یي افغانستان ته استولي څو هلته د نویو امریکایي ځواکونو د رسیدو په مهال جګړو ته زور ورکړي .

ده پداسي حال کی دا خبره کړې چې د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله په وسلوالوساحه تنګه شوې او د خپلو اصلي مرکزونو پریښودو ته اړ شوي دي.

ولي الرحمن وایي، ددوي وسله وال په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په ضد جګړو ته متعهد دي خو پوځ هم یو ډول ګریلایي جګړه پيل کړې ده.

د پاکستانیو طالبانو قوماندان ولي الرحمن په مرکې کې ویلي، اسامه بن لادن افغانستان ته نور وسله وال استولي ، دوي هم د ناټو او امریکایي ځواکونو مقابلې ته په زرګونو وسله وال استولي دي.

دی وایی، د افغانستان طالبان زمونږ مرستي ته اړتیا لري او مونږ هم ورسره مرسته کوو.
ولي الرحمن د پاکستانیو طالبانو د قوماندان حکیم الله مسعود مرستیال دی او خبري یي نورو مستقلو منابعو نه دي تایید کړي.

دا مهال د پاکستان قبایلي سیمو ته د خبریالانو ورتګ ګران دی. د پاکستان د پوځ ویاند او دغه راز په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کوم ویاند په دې اړه خبرو ته ندي حاضر شوي.

د مرکې په مهال قوماندان ولي الرحمن د جنوبي وزیرستان د شکتوي په سېمې کې په یوې سرې غالۍ ارامه ناست و او شاوخوا یي د طالبانو د ویاند اعظم طارق پشمول نور وسله وال راټول شوی وو.

د تیر اکتوبر له میاشتي راهیسې یعنې له کومي ورځي چې د پاکستان پوځ په قبایلي سېمې کې د وسله والو په ضد پوځي عملیات پیل کړي دا لومړی ځل دی چې حکیم الله مسعود او یا د هغه مرستیال یي له خبریالانو سره خبرې کوي.
ولي الرحمن په مرکې کی دا هم ویلي چې وسله وال یي افغانستان ته رسیدلي او دوی په جنوبي وزیرستان کې دومره زیات شمېر وسله والو ته ضرورت نه لري. دی وایي، حکیم الله مسعود له ده نه زیات لرې نه دی خو بیخي امن دی.

د اوونۍ په سر کې حکیم الله مسعود په شمالي وزیرستان کې ځیني پاڼې خپرې کړ ې وې او سیمې ته له تتښتیدلو وسله والو یي غوښتي چی ستونزه دي نه رامنځ ته کوي.

د شمالي وزیرستان ځینو نورو وسله والو ډلو د پاکستان له حکومت سره د سولې معاملې کړي او دی هڅه کوي چې د مختلفو ډلو تر منځ سوله وساتي.

د پاکستانیو طالبانو د قوماندان مرستیال ولي الرحمن دغه راز ویلي، که چیري د پاکستان حکومت د امریکا له ملاتړ څخه لاس واخلي نو دوي به پري حملې بندې کړي. دي وایي اسامه بن لادن روغ رمټ او امن دی خو ده ورسره تر اوسه هیڅ نه دي کتلي.