په پکتیا کې د یو بم په چاودنه کې ۴ تنه ټپیان شول

د پكتيكا چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ كې نن په يوې بمي چاودنه كې څلور تنه ملكي وګړي ټپيان شول.

په خوست كې ميشته د ايتلافي ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه پېښه هغه وخت وشوه، چې يوه وسلوال مخالف د خلكو په ګڼه ګوڼه كې يو لاسي بم وغورځاوه.

د يوه بل خبر له مخې ايتلافي ځواكونه تاييدوي، چې د خوست ښار په ختيزه برخه كې يې د عسكرو په كاروان د ماين چاودنه شوې ده خو وايي چاته په كې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوال مخالفين په دغې چاودنه كې د پنځو عسكرو د وژلو ادعا كوي خو چارواكي يې ردوي.