کرزي د سواد دزده کړې او د ښاري پراختیا د وزارت لپاره خلک نومولي

د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د سواد د زده كړې وزارت لپاره، چې نوي تشكيل كيږي، وږمه باتور حسن زرمتۍ او د ښاري پراختيا وزارت ته برحاله سرپرست وزير محمد يوسف پشتون نومولی دی.

د جمهوري رياست د ارګ منابع وايي، چې دوى به د باور ايې د ترلاسه كولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپيژندل شو

پخوا تردې ولسي جرګې پريكړه كړې وه، چې د نويو تشكيل شويو وزارتونو كانديد وزيرانو ته به تر هغو د اعتماد رايه نه وركوي تر څو يې، چې د اساسي قانون له مخې د تشكيلېدو طرحه ولسي جرګې او مشرانو جرګې نه وي تصويب كړي.

ولسي جرګې دا پريكړه د كار او ټولنيزو او شهيدانو او معلولينو وزارتونو ته د نومول شويو وزيرانو په اړه، چې پخوا يو وزارت و، كړې ده.