امریکا او روسیه کوښښ کوي خپلې اټومي وسلې له منځه یوسي

روسیه او امریکا وایي، چې د اټومي وسلو د زېرمو د له منځه وړلو لپاره د یوه نوي تړون په برخه کې پرمختګ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل، دواړه خواوې په پام کې لري، چې د نوي تړون په ترڅ کې، چې د ۱۹۹۱ کال د سړې جګړی د وخت د ستارت د تړون ځای نیسي، د اټومي وسلو په زیرمو کې د پام وړ کموالی راوړی.

لاوروف وویل، دواړه خواوې به د نوي کال له رخصتۍ وروسته پرپاتې مسایلو خبرو ته دوام ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، په تېرو دوو میاشتو کې په دې برخه کې ډېرزیات پرمختګ شوی خو له دې سره سره یې د مسایلو پېچلتیا ته په پام سره په احتیاط نظر څرګند کړ او ویې ویل، چې په خبرو کې به عجله ونه شي.