چهار شنبه د مرغومي ۲ یمه

د افغانستان ولسمشر حامدکرزی او د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د امريكا له خوا په قبايلي سيمو د پټو عملياتو د پيل خبر وركړی او ليكلي، چې د دې عملياتو شمېر زيات شوی او د پاكستان حكومت له دې عملياتو په بشپړه توګه بې خبره دی.

ورځپانې د همدې مخ غټ سرليك د ناټو د عمومي منشي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې په افغانستان كې د ناټو نوى حركت پيليږي.

ورځپاڼې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو مساله هم رااخستې او ليكلي، چې په دې اړه به د لندن له غونډې وروسته پرېكړه وشي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د افغانستان په اړه د لندن د غونډې اصلي تمركز هم په ملي پخلاينې دی.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا د بن په غونډې تبصره كړې او پوښتلي یې دي، چې له دې غونډې نه د خلكو هيلې څومره ترسره شوي دي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه د افغان ولسمشر او د ناټو د عمومي منشي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړي او د ښاغلي كرزي په حواله يى ليكلي، چې سوله د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او له همدې امله دوى له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو هڅه كوي.

ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي په حواله ليكلي، چې كه طالبان له هېواده د بهرنيو ځواكونو وتل غواړي نو خبرو ته دې غاړه كيږدي.

په خپله سرمقاله كې په كابل كې د ناټو د عمومي منشي پرونيو څرګندونو ته په اشارې په افغانستان كې د دغه تړون ماموريت څېړلی، چې د ورځپاڼې په وينا خورا ستونزمن دی.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته هم كتنه شوې او د هغې ناوړه اغيزو ته په اشارې ليكلي، چې دا د ترورزم پياوړې كوونكې پدېده ده.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر حامد كرزي د وينا دې ټكې ته ځانګړی كړی، چې كه طالبان په مليونونو ځلې هم رد كړې دوى به د خبرو وړانديز كوي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم په افغانستان كې د روغې او جوړې لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او وسلوالو ته يې دا سپارښتنه كړې، چې د بهرنيانو د شتون پلمه پريږدي او سولې ته دې غاړه كيږدي.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو جلا مطلب كې د افغانستان د امنيت د ملي شورا په حواله دا خبر وركړې، چې د طالبانو خپل منځي اختلافات زيات شوي او اوس دوى په خپله كې يو بل ته اړم شوي دي.

اصلاح او انيس:

دغو دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د خلكو د اقتصادي ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوي راپور ته په اشارې ليكلي، چې اړ خلك د بيړنيو مرستو مستحق دي.

خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې د افغانستان د شمال او په تيره بيا د كندز ولايت په امنيتي وضعې انديښنه څرګنده كړې او پوښتلي دي، چې امنيتي ارګانونه د دې وضع په وړاندې ولې بې پروا دي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د هوايي ځواك د اړتيا په موضوع تبصره كړې او ليكلي یې دي، چې په دې برخه كې بايد زياتې هڅې وشي.

ورځپاڼې په دوام كې په دې برخه كې د مرستندويه هېوادونو مرستې د ستاينې وړ بللي خو ليكلي، چې دا مرستې بايد زياتې شي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون د لندن جوړېدونكې غونډه انځور كړی او په كې دا ښودلې، چې د غونډې ټول اجزا موجود دي خو معلومه نده، چې پايلې به يى څه وي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې يو ځلې بيا په ولسي جرګه كې د لوى څارنوالۍ د مرستيال په څرګندونو تبصره كړې، چې په كې د كابينې په غړو كې د فساد موضوع ته اشاره شوې وه او ليكلي، چې مفسد وزيران دې پرته له كومې ويرې خپل كار ته دوام وركړي.

ورځپاڼې د خپل دويم مخ په يو څيړنيز مطلب كې د اسلامي نړۍ په وړاندې د امريكا روان سياستونه هم څيړلي دي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د روان حالت په اړه هم يو مطلب خپور شوې او په دې ترڅ كې دا خبر وركړل شوی، دا شمېر په ماشومانو كې مخ په زياتېدو دې.