په عراق کې ځان وژونکې برید مرګ ژوبله اړولې

د عراق په شمال کې د تل افار ښار چارواکي وايي، يوه ځان وژونکي بريد لږ تر لږه څلور کسان ووژل.

د پوليسو په وينا، د ښاروالۍ د شورا يو مشر هم له خپلو درېو ساتونکو سره په وژل شوېو کې شامل دى.

چارواکي وايي، ځان وژونکى بريد کوونکى، چې چاودېدونکي مواد يې په ځان پورې تړلي وو، په خپله هم وژل شوى دى.

تل افار ښار، چې موسول ښار د شمال لوېديځ شپېته کيلومترۍ کې پروت دى، له ٢٠٠٣م کال راهيسې د امريکا تر يرغل وروسته زياتې جګړې په کې شوې دي.