له کابینې ایستل شویو وزیرانو ته نورې دندې سپارل کېږي

افغان ولسمشر حامد كرزي ويلي دي، چې له کابینې ویستل شوي ديارلس وزيران به په نورو برخو كې په كار وګماري.

په هغه خبر پاڼه كې، چې له همدې امله د افغانستان د جمهوري رياست له خوا خپره شوې ده راغلي، چې ولسمشر نن له دغو ديارلس ګوښه كړی شويو وزيرانو سره وكتل او د دوى له كارونو څخه يې ستاينه وكړه.

لا تر اوسه روښانه نه ده، چې ولسمشر كرزى به پخواني وزيران په كومو دندو وګماري، خو راپورنه وايي، چې يو شمېر دغه پخواني وزيران به د مشاوريت او په بهرنيو هېوادونو كې د سفيرانو په توګه وګمارل شي.