د اورګاډی هغې یواځینې شبکې خپل فعالیت تر نامعلوم وخته درولې، چی بریتانیا د اروپا له نورې برخې سره تړي.
ایروستار وایي، د دی ګړندۍ شبکې د اورګاډو په ترمیمولو کار روان دی او په پام کې ده څو نور ازمیښتونه هم ترسره کړي.
د دغی شبکی فعالیت د تېرې جمعه په ورځ وروسته له هغې ودرول شو، چې پنځه اورګاډی یی د یولړ ستونزو له امله د چانل تونل دننه بند پاتی شو.
په دغو اورګاډو کې څه باندې دوه زره مسافر څوساعته په تونل کې بند وو. د دغی شبکې د فعالیت د درېدو له امله په ټولیزه توګه څه باندې پنځه پنځوس زره مسافر اغیزمن شوي دي.