سربیا د اروپايي ټولنې غړیتوب غواړي

سویډن چې داروپایي اتحادیې اوسنی مشرتابه په غاړه لري وایي، ستاکهولم ته به دسربیا دولسمشر بوریس تادیچ د سفر هرکلی وکړي.

نوموړی به په دې سفر کې چې د سه شنبی په ورځ یې کوي، داروپایي اتحادیې د غړیتوب حاصلولو لپاره د خپل هیواد رسمي غوښتنه وړاندې کړي.

دسویډن د بهرنیو چارود وزارت په ویب پاڼه کې د بهرنیو چارووزیر کارل بیلدت، په اروپایي اتحادیه کې دشاملیدو لپاره دسربیا غوښتنه تاریخي او د دې هیواد لپاره مهمه بللې ده.
د سربیا ولسمشر اوددې هیواد صدراعظم میرکو سویتکوویچ پرون رسما د اروپایي اتحادیې د غړیتوب غوښتنه لاسلیک کړه.

دغه اقدام وروسته تردې کیږی چې په ۱۹۹۹ کال کې د بالکان په جګړه کې سربیا پراخ رول درلود.
په اروپایی اتحادیه کې د سربیا دغړیتوب مسله په دې خاطر ځنډول شوې چې دی هیواد کلونه کلونه د ملګروملتونو د جنګي جرمونو له محکمي سره له همکارۍ سرغړولی دی.

پرسربیا په اوس وخت کې ډیر فشار دی چې پخواني د بوسنیا سربي جنرال راتکو ملادیچ چی په ډله ییزی وژنی تورن دی، ونیسي.