په ایران کې د یو مخالف مذهبي مشر جنازه سبا خاورو ته سپارل کېږي

دایران د سترمخالف مذهبي مشرایات اله العظمي حسین علی منتظري جنازه به سباته خاوروته وسپارل شي.

دایران رسمي خبري اژانس ایرنا وایي هغه د ۸۷ کالو په عمر تیره شپه په مذهبي ښارقم کې په خپل کور کې ساه ورکړه.

منتظري ته چې په ایران کې د اصلاحاتو داوسني غورځنګ د معنوي پلار په سترګه کتل کیږي، د ۱۹۷۹ کال داسلامي انقلاب یوله طراحانو څخه وو. خو وروسته یې له مشرتابه سره اختلافات پیدا شول چې له امله یی پنځه کاله په خپل کورکې نظربند وو.

منتظري دولسمشر محمود احمدي نژاد یو له سختو منتقدینو څخه وواو په کراتوکراتویې د هیواد پرواکمن اسلامی نظام انتقاد کړی چې داسلام په نوم د یکتاتوري چلوي.

منتظري د تیرې اګست په میاشت کې ویلي وو هغه چلند چې چارواکی یی د جون د لانجمنو انتخاباتو پرسرد راپورته شویو مظاهرو په وړاندی کوي، په نتیجه کې یې ممکن دغه رژیم ته د پای ټکی کښیږدي.

د پارلمان نیوز په نامه یوی منځ لارې یا معتدلې ویب پاڼی نن خبر ورکړی چی د منتظری په زرګونو پلویانو د قم ښار پرلورحرکت کړی چی د هغه په جنازه کی برخه واخلی.