کرزي: په کابینه کې به د ښځو شمېر زیات کړي

د افغانستان ولسمشر اعلان وكړ، چې په كابينه كې به د ښځو شمېر زيات كړي.

ولسمشركرزي نن په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې د بې سوادۍ په وړاندې د مبارزې لپاره به هم يو وزارت جوړ كړي او وزيره به يې ښځه وټاكي.

ښاغلي كرزي څرګنده كړه، چې د ځينو خپلواكو ادارو مشري به هم ښځوته وركړي او په ځينو وزارتونو كې به يوشمېر ښځې د مرستيالانو په توګه وټاكي.

ولسمشركرزي تېره ورځ د نوې كابينې درويشت تنه غړي ولسې جرګې ته ورپیژندل، چې يوازې يوه ښځه په كې وه.

ټاكل شوې ده په نږدې راتلونكې كې د شهيدانو او معلولينو د چارو، د ساختماني يا بيارغونې او د بهرنيو چارو وزيران هم د ولسمشر له خوا ولسې جرګې ته ورپیژندل شي.