د چینايي مقاماتو په وینا په شین جین کې د وروستیو تاوتریخوالو په نتیجه کې شاوخوا ۲۰۰ کسان چې اکثره يې هان ټبره چینایان دي وژل شوي دي.
چین د اقلیم د بدلون په اړه د کوپینهاګن د کانفرانس د پریکړې هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پردغه کانفرانس باندې چې پرون پای ته ورسید انتقاد شوی چې د مځکې د کرې د تودوښې د درجې د لوړیدو د مخنیوي لپاره یې کلکه او لازمه فیصله نه ده کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په حواله ویل شوي چې د کوپینهاګن سرمشریزې مهمې او مثبتې پایلې درلودې.
په سرمشریزه کې موافقه وشوه چې د سانتي ګراد تر دوو درجو پورې دې د مځکې د کرې د تودوښې د درجې ساتلو لپاره باید ګامونه واخیستل شي .
دغه راز سرمشریزې له پرمختیايي هیوادونو سره د ۳۰ملیاردو ډالره مرستې ژمنه هم وکړه څو د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره ترې کار واخلي.
خو د جنوبي امریکا د یو شمېر هیوادونو په شمول ځینې هیوادونو د کوپینهاګن د سرمشریزې پر پریکړې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا پریکړه د ټولو هیوادونو د موافقې پر اساس نه ده شوې.