د ولسي جرګې ځینو استازو په افغان کابینه نیوکې کړي

د افغانستان ولسې جرګې وړانديزشوو وزيرانو ته د باورد رايې د وركولو په څرنګوالي نن سهار په يوه فوق العاده غونډه كې جدي بحثونه پيل كړي دي.

په ولسې جرګې كې د خلكو يوشمېراستازو تېره ورځ په دې نیوکې كول، چې ګوندې دې جرګې ته د ولسمشر له خوا يو شمېر وړانديز شوي وزيران په اداري فساد كې لاس لري او دغه راز يو وزارت هم زيات شوى او په نوې كابينه كې د ښځو برخه ډېره كمه ده.

ټاكل شوی ده له دغو بحثونو څخه وروسته د ولسې جرګې غړي د نوې كابينې وړانديز شوېو وزيرانو ته د رایې وركولو پروسه پيل كړي.