د جمعې له شپې راهيسې د غربي بلکان د دغو درېو هېوادونو شا وخوا لس مليونه اوسېدونکو په رسمي ډول دا حق ترلاسه کړ، چې له ويزې پرته زياتو اروپايي هېوادونو ته تګ راتګ وکړي.
د سربيا، مونتن ګرو او مکډونيا د کورنيو چارو وزارتونو په يو ګډ بيان کې راغلي، وروسته له هغه، چې زياتو اروپايي هېوادونو ته د دوى پر تګ لګېدلى بنديز ليرې شو، داسې فکر کوي، چې په اروپايي کورنۍ پورې اړه لري.
دغو دريو هېوادونو پخوا ځانونه په پخوانۍ يوګوسلاويا پورې مربوط ګڼلى و، خو اوس کوښښ کوي د اروپايي ټولنې غړي شي. د دغو هېوادونو اوسېدونکي اوس کولاى شي د شنګهن تړون غړو اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي.
د شنګهن په تړون کې له بريتانيا او ايرلېنډ پرته پنځه ويشت اروپايي هېوادونه ګډون لري.