خوست کې یوې ځان وژونکې چاودنې په خپله وسله وال مخالفینو ووژل

په خوست كي مېشت بهرني ځواكونه وايي، چې په يعقوبيو ولسوالۍ كې ځان وژونكي حملې خپله مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خوست كې د بهرنيو ځواكونو وياند جګړن ګريګوري وايي، دغه ځان وژونكې چاودنه هغه وخت وشوه، چې دوى د يعقوبيو په ولسوالۍ كې د مخالفينو يو كور كشف كړى او هغوى په يوه موټر كې ځان وژنكې چاودنه وكړه.

بهرني ځواكونه وايي، چې په چاودنه كې ځان وژونكى او د هغه څو ملګري وژل شوي.

خو وسلوال طالبان دا چاودنه مني او وايي، چې بهرنيو ځواكونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بهرنيو ځواكونو دا ادعا رد كړې.