په پکتیا کې د دوو ماینونو په چادونه کې ۲ تنه مړه شول

د پكتيكا مركز ښرنه كې د سړك جوړولو د كمپنۍ پر كاركوونكو نن غرمه د ماين چاودنه وشوه.

د پكتيكا د والي وياند جهانزيب سليمان خيل وايي، په چاودنه كې د سړك جوړونې د كمپنۍ يو كاركوونكى وژل شوى.

وسلوالو طالبانو په دغه پيښه كې د سړك جوړونې د كمپنيو د دوه امنيتي كسانو د وژل كېدو او څلورو نورو د ټپي كيدو ادعا كړې ده.

بل خوا په خوست كې ميشتو ايتلافي ځواكونو په يوې اعلاميې كې ويلي دي، چې په ښرنه كې د ملكي خلكو په موټر د ماين چاودنه شوې او يو تن په كې وژل شوى دى.

دوى وايي د ملي اردو عسكرو د ماين اېښودونكى نيولى دى او اوس له دوى سره دى.