وحیدعمر د ولسمشر کرزي د نوي ویاند په توګه وټاکل شو

د افغانستان د جمهوري رييس حامد كرزي د فرمان له مخې وحيد عمر د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د رييس او وياند په توګه وټاكل شو.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته وويل، د جمهوري رياست پخوانى وياند همايون حميدزاده د ماليې وزارت مرستيال ټاكل شوى.

وحيد عمر پخوا تر دې د حكومت د رسنيو د مركز ریيس او وروسته د جمهور ریيس حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين د وياند په توګه كار كاوه.