د بغلان او هلمند ولایتونو کې ۱۶ پولیس وژل شوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په بغلان او هلمند ولايتونو كې په دوو بيلابېلو پېښو كې ۱۶ پوليس وژل شوي دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند، زمري بشري نن ازادي راډيو سره په يور ځانګړې مركه كې وويل، چې دغه پوليس تېره شپه د مخافينو په عملياتو كې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا په دغو عملياتو كې د مخافينو يو سيميز قومندان هم وژل شوى دى.

زمري بشري وويل، چې د پوليسو ځواكونو به په وسايلو سمبال شي او ټاكل شوې، چې د دوى شمېر هم په راتلونكي كې يو لك او شپيتو زرو ته ورسيږي.