د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال ډيویډ پټرویس وايي، په افغانستان کې د اوږ مهالو پرمختګونو لپاره باید پاکستان د هغو وسله والو طالبانو پر مشرانو فشار زیات کړي، چې له هغه ځایه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په ضد جنګیږی.
جنرال پترویس دا څرګندونې پرون د بحرین په مرکز ماناما کې د شپږم امنیتی کنفرانس ترڅنګ خبریالانو ته وکړې.
پترویس وویل تراوسه پورې د پاکستان حکومت یواځې د پاکستانی طالبانو پرضد اقدام کړی، نه د افغانی طالبانو چې له هغه ځای په افغانستان کې پر دولت او بهرنیو ځواکونو حملې ترسره کوی.
جنرال پترویس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلولپاره د مهال ویش له ټاکلو څخه دفاع وکړه ویی ویل، دا افغان مشرانو ته یو عاجل پیغام ورکوی، چې د امنیتي چارو د مسوولیت اخیستو لپاره زر ځان چمتو کړي.
پترویس زیاته کړه په دې کار سره به له دې هېواده زموږ د ځواکونو د وتلو لپاره هم زمینه برابره شی.