د کابل په هوايي ډګر کې یوه ډله قاچاق کوونکي نیول شوي

د كابل نړيوال هوايي ډګر چارواكي وايي، چې د نشه يي توکو د قاچاق كوونكو يوه ډله يې له شپاړس كيلوګرامه هيروينو سره نيولې ده.

دوى وايي، دې ډلې غوښتل، چې دغه مخدره مواد له افغانستان څخه بهرقاچاق كړي.

د نيول شوو قاچاق كوونكوهويت لاتراوسه نه دى ښودل شوى، خو ويل شوي چې په دې اړه څېړنه دوام لري.

تردې وړاندې هم د كابل په نړيوال هوايي ډګر كې په څو څو وارو په ورته توګه مخدره مواد نيول شوي، خو داسې انتقادونه هم شته، چې لاهم له دې هوايي ډګر څخه ډېرمخدره مواد بهرته قاچاق كيږي.