د روسیې ولسمشر د اقلیم په نړیوالې سرمشریزې کې برخه اخلي

کرملین نن په یوه بیان کې وویل چې د روسیې ولسمشر دمیتري میدفیدیف به په کوپن هاګن کې د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو د اقلیم په اړه په نړیوالې غونډې کې برخه واخلي.

فرانس پریس اژانس د خپاره شوي بیان مخې څرګندوي چې مدفیدیف به د مشرانو په دې غونډه کې له یو شمیر چارواکو سره او د دولت د یو شمیر نورو مشرانو په ګډون ، برخه واخلي.

د نژدې دوه سووه هیوادونو استازیو په دې غونډې کې ګډون کړی دی.