په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون وويل، افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې جدي مبارزه نه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي کاى ايډه وويل، د افغان حکومت لپاره په کار ده، چې همدا اوس لاس په کار شي.
ايډه وويل، افغانان عملي کار ته ګوري. ده زياته کړه په ډسمبر کې به په دې اړه يو کنفرانس جوړېږي او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د کمېسيون، محکمې او ځانګړي قانون جوړول به وڅېړل شي.
په دې وروستيو کې ولسمشر حامد کرزى د اداري فساد له کبله د نړيوالو تر سخت فشار لاندې دى، دوى له کرزي څخه غوښتنه کړې، چې خپل حکومت دې له اداري فساد څخه پاک کړي.