ایرن درې تنه نیول شوي بلجیمیان خوشې کړل

د ایران دولتي تلویزیون نن خبر ورکړ چې هغه دري تنه د بلجیم اتباع چې دوه میاشتې مخکې یې په غیر قانوني توګه د دې هیواد یوې ممنوعه سیمې ته د ننوتلو ، او د جاسوسي اطلاعاتو د ټولولو په تور نیولي وو خوشي کړل .

په راپور کې راغلي دري واړه یاد شوي کسان په تهران کې پرون د بلجیم سفارت ته وسپارل شول .

په راپور کې دا نه ده څرګنده شوې چې دا کسان په ځانګړي توګه کله او په کوم ځاي کې نیول شوي وو .

د بلجیمیانو د نیول کیدو په اړه تر دې دمخه عامو خلکو ته هم څه نه وو ویل شوي . د بلجیم مقاماتو سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي .