ناټو:په افغانستان کې به ژر بریالي شو

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وویل، چې په افغانستان کې به ژر بریالي شو.

په واشنګتن کې د کانګرس د وسله والو خدماتو د کمېټې د غړېو پوښتونو ته په ځواب کې جنرال مک کریسټل، تر راتلونکې اوړي به موږ په افغانستان کې محسوس پرمختګ وکړو او د دوه زره یولسم میلادي کال تر اوړي به دې ته زمنیه مساعده شي، چې له افغانستان څخه ورو ورو امریکایي پوځیان ووځي.

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ د افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتیژۍ د اعلان پرمهال وویل، چې اوس افغانستان ته دیرش زره نور پوځیان استوو، څو د دوه زره یولسم میلادي کال په جولای کې وتوانیږو، چې ورو ورو خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسو.