ګرجستان او سویلي کوریا افغانستان ته خپل عسکر رالیږي

د ګرجستان ولسمشر ميخايل سکاشوېلي وايي دغه هېواد به راروان کال افغانستان ته ٩٠٠ پوځيان ولېږي، چې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو کې ماموريت ولري.

سکاشوېلي پرون په اروپا کې د امريکا د هوايي ځواک له يوه قوماندان سره په خبرو کې دا ژمنه وکړه، جنرال روګر برېډي د دې اقدام په خاطر له سکاشوېلي مننه وکړه.

د روان کال په پيل کې ګرجستان افغانستان ته ١٧٠ پوځيان ولېږل، مخکې يې هم په عراق کې د امريکا په مشرۍ ائتلاف کې پوځيان لرل.

اخوا يو تازه خبر وايي، چې جنوبي كوريا هم په پام كې لري، چې په راتلونكي كال كې ۳۵۰ عسكر افغانستان ته وليږي

د غه عسكر به په هېواد كې د ملكي انجنيرانو چې د بيارغونې په چارو كي بوخت دي ملاتړ كوي.

خو افغانستان ته د دغو عسكرو استول د پارلمان منظوري ته اړتيا لري.