افغان چارواكي وايي، چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په اړونده سيمه كې يې د يولړ ګډو عملياتو په ترڅ كې شپږ مخالفين وژلي او يو شمېر وسلي او مهمات يي ورڅخه نيولي دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دي، چې په دغو عملياتو كې ملي پوليسو، ملي اردو او د ناټو ځواكونو برخه اخيستي وه.
اعلاميه زياتوي، چې ملي پوليسو د ليندۍ د مياشتې په ۱۵ نېټه نهه حلقي ماينونه او يو اندازه نور چاويدونكي مواد هم نيولي دي.
اعلاميه دا هم وايي، چې د يو بل عملیا ت په ترځ کې، چې د ننګرهار ولایت د بټی کوټ ولسوالی په اړوند سیمو کی تر سره شو ۳۸ بوجی چرس هم کشف او ضبط کړي دي.