نړېوال بانك اعلان كړى، چې د افغانستان د حكومت دغوښتنې سره سم به درې ميليارده ډالره د حكومت له لارې د بيارغاونې په برخوكې ولګول شي.
دا مطلب نن د جنوبي اسيا په چاروكې د نړېوال بانك مرستيالې ايزابل له ولسمشركرزي سره په ليدنه كې څرګند كړي دي.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله خوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې ميرمن ايزابل ولسمشر كرزي ته ډاډ وركړى، چې نړېوال بانك به له افغانستان سره خپلومرستوته دوام وركړي.
د افغانستان دولت په وار وارغوښتنه كړې، چې نړېوالې مرستې بايد د دولت له لارې ولګول شي ترڅو د ضايع كېدو اوبې ځايه لګېدو مخه يې ونيول شي.