ایران د موقت وخت لپاره د یو شمیر بهرنیو خبریالانو د کار جوازونه لغوه کړي

په ایران کې د بهرنیو مطبوعاتو ادارې د ډیسمبر له اومې نیټې نیولې تر نهمې پورې د هغو بهرنیو خبریالانو او عکاسانو د کار جواز لغوه کړی چې په تهران کې کې فعالیت کوي.

دغه راز له تیرې ورځې راهیسې انټرنټ او د یوشمیر موبایل تیلیفونونو شبکه هم قطع شوې ده.

دا ګام له هغو مظاهرو له پیل کیدو څو ورځې دمخه اخیستل شوی چې د حکومت د مخالفو ګوندونو لخوا پلان شوي دي.

د مظاهرو لپاره ټاکل شوې د ډیسمبر اومه نیټه په ایران کې د محصلانو له ورځې سره چې د ۱۹۵۳ کال له کودتاه وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا د محصلانو د وژنې په مناسبت لمانځل کیږي برابره ده.

د بې سرحده خبریالانو سازمان چې مرکز يې په فرانسه کې دی ویلي چې په ایران کې ژورنالستان له سختو ستونزو سره مخامخ دي.