د روسي ولسمشر دیمتري میدویدیف ددغه هیواد د لویدیځ ښار پرم د هغه نایټ کلب مالکانو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې چې د شنبې په شپه په کې د اورلګیدو له امله لږ ترلږه ۱۰۶ تنه مړه شول.
میدویدیف وویل هغو کسانوته چې ددغې پیښې مسول دي باید سخته قانوني سزا ورکړ شي.
نوموړي وویل ددغه نایټ کلب اصلي مالک ته د اور لګیدنې د چارو مسولانو څو ځله خبرداری ورکړی وه چې د کلب بنسټ يې مصون نه دی.په دغه پیښه کې ۱۳۴ تنه نور سخت ژوبل شوي دي.
کریملین ویلي ولسمشر د دیسمبر اومه نیټه په روسیه کې د ماتم د ورځې په توګه اعلان کړې ده.په ټوله روسیه کې به بیرغونه نیمه ځوړند وي او همدا راز له مطبوعاتو غوښتنه شوې چې تفریحې خپرونې ونه کړي.