په هلمند کې ۷تنه مخالفین وژل شوي

د دفاع وزارت وايي، چې دهلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ كې يې په روانو پوځي عملياتو كې اوه تنه وسله وال مخالفين وژلي او دوه نور يې نيولي دي.

د دفاع وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي، چې د كبرا د قهر په نامه دعملياتو په نتيجه كې يې د نوزاد ولسوالۍ ځينې سيمې له وسله والو مخالفينو څخه پاكې كړي دي.

د افغان او نړېوالو ځواكونو دغه ګډ تصفيوي عمليات د قوس يا ليندۍ په ديارلسمه نېټه د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ كې پيل شوي او ويل كيږي، چې څلور ورځې به دوام وكړي.