ولسي جرګه به د ژمي رخصي وځنډوي

د افغانستان ولسي جرګې پريكړه وكړه، چې دوى به د ژمي د موسم خپلې رخصتى وځنډوي.

د جرګې مرستيال ميرويس ياسيني وويل، دوى غواړى، چې، لومړى د حكومت د نوى كابينې په هكله بحث وكړي او كوم وزيران، چې ورمعرفي كيږي، دهغوى د باور راېو وركولو ته تيارى ونيسي.

د قانون له مخې د ولسي جرګې غړى حق لري، چې د قوس د مياشتې له پنځه لسمې څخه د دلوه تر لومړۍ پورې رخصت وو اوسي.

خو د راپورونو له مخې ټاكل شوې، چې روانه اوونې د سې شنبه په ورځ ولسمشركرزې خپله نوې كابينه د باور راېو د ترلاسه كولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي كړي او تمه ده، چې دا جرګه به په يوه اوونۍ يا لس ورځو كې نوې كابينې ته راې وركړي.