په هلمند کې ګډ عملیات پیل شوی

د هلمند ولايت په شمال كې د نوزاد ولسوالۍ په يو شمېر مهمو سيمو كې د افغان او نړېوالو ځواكونو له لوري د جمعې په سهار عمليات پيل شوي دي.

خبرونه وايي، چې په دې عملياتو كې تر زرو زيات بهرني او كورني سرتېري ونډه لري.

په دې عملياتو كې يو شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د هلمند والي وايي، داعمليات يي ځكه په لاره اچولي دي تر څو د نوزاد ولسوالۍ ټولې سيمي له طالبانو پاكې كړي.