د افغانستان لوى څارنوالۍ وايي، چې د دولت د څو وزيرانو او يوشمېر لوړ رتبه مامورينو په هكله يي څيړنى پيل كړي دي.
د لوى څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دوی كې داسې وزيران هم شته، چې په خپلو چارو كې يې د دولت بودیجې ته زيان رسولى او يا يي له دولتي واك څخه د ځان په ګټه كاراخېستې دى.
ښاغلي فقیر یار زیاته کړه، په ځينو تورونه ثابت شوي او د ځينو په هكله كره څيړني روانې دي.
همدارنګه د انترپول اداره وايي، هڅې كوي، چې داسې تورن له هېواد څخه بهر هم ومومي او د قانون منګلو ته يي وسپاري.