ایران هغه پنځه برتانویان خوشې کړل چې بېړۍ یې په غلطۍ د ایرانو اوبو ته ننوتې وه

ایرانیو چارواکو هغه پنځه تنه بریتانویان خوشې کړي چې ویل کیږي هغه مهال نیول شوي ووچې بیړۍ یې د خلیج په اوبو کې په غلطۍ سره د ایران اوبو ته ننوتې وه.

د بریتانیا دبهرنیو چارووزارت تایید کړه چې بیړۍ چلونکي وروسته له هغې خوشې شول چی څرګنده شوه بیړۍ یې له نړیوالو اوبو څخه څخه کش کړی شوی وه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ ملیبند د سه شنبې په ورځ خپل ایراني سیال منوچهر متکي سره په تیلفون کې خبرې کړي وې او د دي کسانو د خوشي کیدو غوښتنه یی کړې وه.

دا کسان د نومبر په ۲۵ مه د ایران د سپاه انقلاب له خوا نیول شوی وو.

بریتانوی چارواکو ویلي، دا پنځه تنه په یوې کوچنۍ بیړۍ کې د بحرین او دوبۍ تر منځ اوبو کې د سیالۍ په مهال په غلطۍ کې د ایران اوبو ته داخل شوي وو.