ارزګان کې یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

په ارزګان ولايت كې نن تقريبا د غرمې په ۱۱:۳۰ بجو د ولايت مقام ته څېرمه په چاودېدونكو موادو بار يو موټر الوت، چې په ترڅ كې يې ځينو خلكو ته مرګ ژوبله هم اوښتي ده.

د ارزګان امنيتي چارواكو ازادي راډيو ته وويل، چې په دغې چاودنه كې دوه كسان ټپي شوي دي او يوشمېر نور ژوبل شوي دي.

طالبانو تر دې مهال د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.