کابل کې په ۲۵۰ مهاجرینو کورنیو مرستې ووېشل شوې

د مهاجرينو لپاره د ملګروملتونو عالي كميشنرۍ وايي، چې نن يې په كابل كې په ۲۵۰ بې وزلو كورنيو باندې د ژمنيو مرستو ويشتل پيل كړي دي.

د دغې اداري له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دي، چې په دغو مرستو كې كمپلې، بنينونه، پلاستيكي خيمې، د اوبو بوشكې او د ډبرو سكاره شامل دي.

اعلاميه زياتوي، چې ملګري ملتونه په پام كې لري، چې سږكال په ټول افغانستان كې له دوه زرو زياتو كورنيو سره ژمني مرستي وكړي.