د فراه امنیه قوماندان سمونوال فقیر محمد ازاداۍ راډیو ته وویل، دیارلس تنه بندیانو د بندیخانې د حویلۍ دیوال سوری کړی دی او تښتیدلي دي.
د فراه امنیه قوماندان زیاته کړه ، په دې کسانو کې یو شمیر مهم بندیان چې په ترورستي فعالیتونو او د مخدر موادو په قاچاق کې یې لاس درلود هم شامل دي.
امنیتي مسوولان څرګندوي چې یو بندي له تیښتې وروسته د فراه په مرکز کې نیول شوی دی او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.
د فراه امنیه قوماندان سمونوال فقیر محمد څرګنده کړه چې تیښتې ته له دې هم زمینه مساعده شوې ده چې د فراه بندیخانه د پنځه اتیا تنو د ساتلو امکانات لري او پکې تر درې سوه ډیر کسان بندیان دي چې د ځای د نشتوالې له پاره ځینې زندانیان د بندیخانې په حویلی کې ساتل کیږي.