د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د ایران استازي خبرداری ورکړ چې دغه اداره باید ایران تهدید نه کړي.
د ایران رسمي خبرې اژانس اایرنا د علي اصغر سلطاني به وینا څرګندوي چې د اتومي انرژۍ نړیواله موسسه باید د ایران په برخه کې منطقي ژبه وکاروي او د زور خبرې ونه کړي.
د اتومي انرژۍ د نړیوالې موسسې د شپږدیرش غړیو رییسه هیات په ویانا کې غونډه لري او اټکل کیږي چې نن به داسې پریکړه تصویب کړي چې له مخې به یې په څلورکلونو کې د لومړي ځل لپاره پر ایران انتقاد وکړي.
د طرحې مسوده د نړۍ شپږو غښتلیو هیوادونو، د امریکا متحد ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني مخکې تصویب کړې وه.
د رپوټونو له مخې په وړاندې شوې طرحې کې له ایرانه غوښتل شوې دي چې په هغو اتومي بټیو کې چې په وروستیو کې یې د فعالیت خبرونه خپاره شوي دي د یوارنیمو غني کول و دروي.
ایران مخکې هم د یورانیمو د غني کولو په برخه کې د ملګرو ملتو غوښتنې رد کړې وې.