د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د لوی اختر په مناسبت په خپلو خبرو کې له طالبانو او نورو یاغیانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
په هغه پیغام کې چې ولسمشر کرزي خپور کړی دی پکې ویل شوي دي، ټول هغه کسان چې د افغانستان پر ضد یې وسله وراخیستې ده باید وسله پر مځکه کیږدي او د هیواد په بیا رغاونه کې برخه واخلي.
روانه اونۍ تر دې مخکې د طالبانو مشر ملا محمد عمر یو ځل بیا د سولې خبرې رد کړې. ملا محمد عمر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې وویل، د افغانستان خلک به په هغو خبرو کې برخه وانخلي چې په افغانستان کې ورسره د بهرنیو ځواکونو حضور تمدیدیږي.