په فراه کې درې پولیس ټپیان شوي

د فراه ولايت امنيتي چارواكي وايي چي نن سهار، د شهري كهنه په سيمه كي د ماين په چاودنه كي درې پوليس ژوبل سوي دي.

د فراه امنيه قوماندان سمونوال فقير محمد عسكر ازادۍ راډيو ته وويل چي، ماين د پوليسو د پوستې مخي ته چاودلى.

په فراه ولايت كي د وسلوالو طالبانو يوه سيميز قوماندان ادعا كړې چي په دغه چاودنه كي يې، ددغه ولايت د امنيت امر او ۳ پوليس وژلي.

او د خوست د اسماعيل خېلو ولسوال ولي شاه همت وايي چي، نن سهار په دغه ولسوالۍ كي د ماين په چاودنه كي يو پوليس ژوبل شوى.
طالبان د زياتو كسانو د وژلو ادعا كوي

خو سيميز چارواكي دا ادعاوي رد كړې.