د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد نن په وینزیویلا کې دی او ددې هیواد له ولسمشر هوګو شاویز سره خبرې کوي.
احمدي نژاد او شاویز، چې دواړه د امریکا له سختو انتقاد کونکو څخه دي، له یو بل سره ډیرې نژدې اړیکې لري، او په تیرو څو کلونو کې یې څو وارې سره کتلې هم دي.
په وینزیولا کې د یهودیانو ټولنې له خپل هیواد څخه د احمدي نژاد د کتنې پر ضد لاریون وکړ، او هغه یې یو شوم کس ونوماوه.
د وینزیولا مخالفې ډلې په یوې خپرې شوې اعلامیه کې د چاویز او احمدي نژاد یووالی خطرناک وباله.
وینزیویلا دریم هیواد دی، چې احمدي نژاد د لاتیني امریکا دوستو هیوادونو ته د خپل دوره یي سفر په ترڅ کې ورڅخه لیدنه کوي.
د ایران ولسمشر برازیل او بولیفیا ته د سفر په مهال د خپل اټومي پروګرام په اړه ددغو دواړو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړی دی