امريکا د افغانستان له هغو ولايتونو سره د څلوېښتو مليونو ډالرو مرستې اعلان وکړ، چې د کوکنارو کر په کې کم شوى دى.
په دې اړه پرون په کابل کې يو تړون لاسليک شو، چې د دې هېواد په 27 ولايتونو کې به د دې پيسو په مرسته د بديل معيشت پروژې عملي شي.
افغانستان، چې د نړۍ په کچه زيات اپيم توليدوي، په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هليري کلنټن له خوا د نشه يي موادو د سيمې په توګه ياد شوى. خو په دې هېواد کې د کوکنارو د کر کموالى دلته د غربي متحدينو هغه هڅې ګړندۍ کوي، چې د ثبات د ټينګښت لپاره يې کوي.
امريکا او نورو هېوادونو اندېښنه ښوولې که له يوې خوا د افغانستان په ځينو برخو کې د اپيمو کښت کم شوى، ښايي دا کار د دې موادو د ذخيره کولو غيرقانوني هڅې زياتې کړي.