کرزی: د ملي شورا تر رخصتېدو مخکې باید د کابینې غړي د باور رایې ترلاسه کړي

د جمهوري رياست د ارګ په ماڼۍ كې چارواكي وايي، چې د نوې كابينې په جوړولو جدى كار روان دى او ښايي، چې د ملي شورا د غړو تر رخصتيو مخكې بشپړ شي.

د قانون له مخې د ملي شورا د دواړو جرګو غړي د ليندۍ یا قوس له پنځلسمې د سلواغې یا دلوې د مياشتې ترپنځلسمې نيټې په رخصتۍ ځي خو له هغې مخكې بايد د ولسمشر كرزي د نوې كابينې غړي له ولسې جرګې څخه د باور رايې ترلاسه كړي.

په عين حال كې جمهور رييس كرزي په يوه نوي فرمان كې ويلي، چې له دې وروسته به د پخوانۍ كابينې وزيران د وزارتونو د سرپرست په توګه وظيفه ترسره كوي.

په فرمان كې ويل شوي، چې سرپرست وزيران دا صلا حيت نه لري، چې د وزارتونو كدرونه تبديل، له وظيفو لري او ياهم نوي كسان وګماري.

د ارګ په ماڼۍ كې ځينو چارواكو ويلي، كه چيرې د نوې كابينې د جوړولو كار د ملي شورا د وكيلانو تر رخصتيو مخكې خلاص نه شي ښايي، چې د ملي شورا د غړو كارهم يوه اونۍ نور دوام ومومی.