په کابل کې پرون ناوخته د یوتوغندي په چاودنه کې ۲تنه ټپیان دي

افغان امنيتي چارواکي وايي، چې پرون ناوخته د کابل سرينا هوټل ته نژدې د يوه توغندي په چاودنه کې دوه کسان ټپيان شوي، چې يو يې افغان سرتېر دى.

ځينې اژانسونه د ټپيانو شمېر څلور ښيي، خو د کابل- سرينا هوټل، چې زیات شمېر یې بهرني ډيپلوماټان، خبريالان او د نړېوالو ادارو کارکوونکي په کې مېشت دي، امنيتي تدابير يې ډيرټينګ دی.

تېره مياشت هم پردې هوټل دوه توغندي لګېدلي وو، چې تلفات يې نه درلودل.

خو پر دې هوټل د 2008م کال په جنورۍ کې يوه زورور برید وشو، چې ګڼ شمېرکسان په کې ووژل شول.