د زابل امنيتي چارواكي وايي، چې تېره ورځ مازديګر د كندهار كابل پر لويه لار زابل ولايت ته نژدې يوې ترافيكي پېښې مرګ ژوبله اړولې.
د زابل ولايت د امنيت امر جیلاني خان فراهي ازادۍ راډيو ته وويل، يو مازدا موټر، چې كندهار ته يې كوچيان وړل د يوه بل كوچني موټر سره ټكر كړى او ۵ تنه، چې ښځې او كوچنيان هم په كې شامل دي وژل شوي او ۱۵تنه نور ژوبل شوي دي.
د امنيت امر وايي، ټكر د موټر چلوونكو د بې احتياطۍ له امله شوى