روسیه د هغه نړېوال کنفرانس ملاتړکوي، چې د افغانستان په اړه به جوړ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له کابله ماسکو ته تر ګرځېدو وروسته وویل، روسیه غواړي، چې د دې کنفرانس لپاره دې د افغانانو خوښې ته وکتل شي، چې چېرته او څه ډول یې جوړوي.

مخکې بریتانیا ویلي وو، چې د افغانستان په اړه د دې نړېوال کنفرانس کوربه توب ته چمتو ده خو ولسمشر حامد کرزی د دې پلوي کوي، چې دا کنفرانس په کابل کې جوړ شي.

سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي د جمهوري ریاست د دوهمې دورې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته تللی و.