د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په پاكستان كې د دغه هېواد د حكومت له خوا د افغان كډوالو د درېو كمپونو د تړل كېدو په پريكړې ژوره انديښنه ښودلې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې كې، چې نن خپره شوه خبر وركړ، چې د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال محمد كبير فراهي په كابل كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمشنرۍ د دفتر له ریيس "ايون مكلود" سره وكتل او د پاكستان په ملكنډ اجنسۍ كې يې د افغان كډوالو د درېو كمپونو پلۍ، درګۍ او جنګل پټي د تړلو په پرېكړې يې خپله اندېښنه څرګنده كړه.
په اعلاميې كې راغلي دي، تېر ماښام په دغې كتنې كې ښاغلي فراهي په كابل كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمشنرۍ له ریيس نه وغوښتل، چې په دې برخه كې د لاسليك شوي درې اړخيز موافقه ليك له مخې له پاكستانيو چارواكو سره په تماس كې شي او د دې ستونزې په هواري كې مرسته وكړي.
فراهي ويلي، د ژمي په سړه هوا كې به د كډوالو بې ځايه كول هغوى ته ستونزې پيدا كړي او د پاكستان حكومت دې د دې پرېكړې تطبيق د راتلونكې كال جوزا مياشت ته وځنډوي.