کابل کې د ماشوم سره د تاوتریخوالي نړواله ورځ ولمانځل شوه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون او د ولسي جرګې او مدني ټولنو يو شمېر غړيو له ماشومانو سره د تاورتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ ولمانځله او په هېواد كې يې د ماشومانو په وضعيت انديښنه وښودله.

دوى نن په كابل كې د يوې غونډې په ترڅ كې د ماشومانو د ژوند د ښه كولو لپاره خپل وړانديزونه مطرح كړل او ويې ويل، چې په دې برخه كې يې په رسنيو كې يو پراخ كمپاين هم پيل كړى.

د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون ويلي دي، چې اوسمهال په افغانستان كې ۳۸ په سلو کې ماشومان په شاقه كارونو بوخت دي، ۲۶ په سلو کې له ښوونې روزنې بې برخې دي، ۴۸ په سلو کې يې قانوني عمر ته له رسېدو مخكې واده كوي او پر ماشومانو يې د جنسي تيريو ۳۷ پيښې ثبت كړي دي.