د ولسمشر د لوړې مراسمو د ګډون لپاره بهرني میلمانه راروان دي

د افغانستان د جمهور ریيس حامد كرزي د لوړې په مراسمو كې، چې سبا ترسره كيږي، د ګډون كولو لپاره هېواد ته د بهرنيو مليمنو رسيدل پيل شوي دي.

په كابل كې د امريكا په سفارت كې ځينو سرچينو ازادي راډيو ته وويل، چې نن سهار د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړى استازى ريچارډ هالبرك كابل ته ورسېد او ټاكل شوې، چې په څو ساعتونو كې د بهرنيو چارو وزيره هلري كلنټن هم ورسيږي.

په عين حال كې د افغانستان د جمهوري رياست د ارګ په ماڼۍ كې ځينو سرچينو ازادي راډيو ته وويل، چې نن ماښام د پاكستان جمهور ریيس اصف علي زرداري كابل ته راځي او د شپې به د خپل افغان سيال حامد كرزي ميلمه وي.

دغې سرچينې همداراز وويل، سبا به د جمهور ریيس حامد كرزي د لوړې په مراسمو كې د بريتانيا، فرانسې او ايټاليا د بهرنيو چارو وزيران او د ګاونډيو هېوادونو يو شمېر جګپوړي چارواكي هم ګډون وكړي.

ټاكل شوې دغو مراسمو ته په كابل ښار كې شديد امنيتي تدابير ونيول شي او د درېو سوو بهرنيو شخصيتونو په ګډون اته سوه ميلمانه په كې ګډون وكړي.